نوی بدلون ؟

 

د يوې ټولنې وګړي هغه وخت پۀ يوه ټولنه او پوله ايز چاپيريال کې بې لۀ ډار، ظلم او ناروا څخه ژوند کولی شي چې پۀ هغې ټولنه کې ټولنيز عدالت او ولسي حاکميت ټينګ وي .   پداسې ټولنو کې خلک پۀ پوره ډاډ او آرامتيا سره بې لۀ کومې ويرې خپل ورځنی ژوند پرمخ بوځي او داراز دټولنې پۀ جوړښت اوپرمختګ کې ګټوره برخه اخلي.پداسې ټولنوکې کۀ چيرې دټولنو د وګړو ترمينځ او يا د ولس اوحکومت ترمينځ کوم ټکر رامينځته کيږي نو د قانون په اډاوڼه (چوکاټ) کې د خبرواترو او استدلال لۀ لارې حل کيږي . نۀ کومه شخړه رامينځته کيږي اونۀ د بيګناووانسانانو ويني تويږي . لدې کبله د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو وګړي ټولنيزعدالت اوولسي حاکميت رامينځته کيدو او ټ ينګيدو دپاره هراړخيزه هلې ځلې کوي .

ټولنيزعدالت او ولسي حاکميت هغه وخت پۀ يوه ټولنه کې پۀ رښتينې توګه پلی کيدی شي چې هغه ټولنه د پرديو د واک نه خپلواکه اود دولت اوحکومت چارې د ټولنې د هغووګړو پۀ لاس کې وي چې هغوی ټولنيزعدالت او ولسي حاکميت ته عقيده ولري او د دې ارزښتونو پۀ پلی کيدو کې عملي ګامونه واخلي.

زمونږ پۀ هيواد افغانستان کې د روسانو د ناکامۍ او وتو نه وروسته دا هيله کيده چې راتلونکی حکومت به د اسلامي اصولو پۀ چوکاټ کې زمونږ پۀ هيواد کې ټولنيزعدالت او ولسي حاکميت ټينګ کړي .  خو لۀ بده مرغه نۀ يواځې دا چې اسلامي ګوندونو او جګړه مارو ډلو پۀ ټولنه کې ټولنيزعدالت او ولسي حاکميت ټينګ نکړای شو، بلکې افغانستان يې د ډله ايزو جګړو، ډله ايزو ګټو، ظلم، ناروا، تيری او تباهۍ پۀ داسې جګړو اخته کړ چې د افغانستان پۀ تاريخ کې يې ساری نۀ درلود.  د هيواد مرکز، کابل، پۀ کنډواله بدل شو اود هيواد ملي شتمني غلا او پۀ بهرنيو هيوادونو کې وپلورل شوه .بيګناه او بيوزلې نارينه، ښځې او ماشومان دبي حيايي او مرګ سره مخ شول، او د هيواد ديني، ټولنيز، کلتوري او ولسي ارزښتونه ترپښو لاندې شول .   دې ټولو ناکرديو د ولس صبر وروستيو څپو ته راورساوه او خلک د دې ناروا او آفت نه د خلاصون په لټه کې شول.

د ناروا، ظلم او تيري نه د ژغورلو لار د طالبانو پۀ وجود کې راښکاره شوه . ولس پۀ ډير اميد سره پۀ مينه او خوشحالتيا د طالبانو راتګ ته هرکلی ووايه .  طالبانو چې پۀ کندهار کې د محلي قوماندانانو او جګړه مارو پۀ مقابل کې خپله مبارزه شروع کړې وه د سيمې د وګړو لخوا ورته هرکلی وويل شو او د ډيرې لږې جګړې وروسته يې د سيمې امنيت ترلاسه کړ او جګړه مارې ډلې يې لۀ مينځه ويوړې . د دې خبر د خپريدو نه وروسته طالبانو پۀ نورو اکثرو سيمو کې جګړې ته اړتيا پيدا نکړ، ځکه د سيمو خلکو هغوی ته هرکلی ووايه او د هغوی پۀ وجود کې يې د ځان او مال خلاصون وليد . پدې توګه د هيواد جنوبي، جنوب لويديځې او ختيځې سيمې پۀ پراخه پيمانه پرته لۀ کومې جګړې د طالبانو لاس ته ورغلې .   البته د يادولو وړ ده چې طالبان پۀ هرات او خصوصاً کابل کې د يو څه مقاومت سره مخامخ شول .وروسته بيا طالبانو څه د جکړې او څه هم د خلکو د ملاتړ لۀ وجې د هيواد نورې سيمې ونيوې، ترڅو چې د هيواد پنځه نوي (٩٥) پۀ سلو

(١٠٠) خاوره د دوی پۀ لاس کې شوه.

لکه څنګه چې وويل شو د طالبانو بری پدې کې ؤ چې د ولس لخوا ورته هرکلی وويل شو اومقاومت ورسره ونشو.که چيرې د ولس ملاتړ او د  تيرحکومت نه نفرت د طالبانو سره مل نه وای نو طالبانو په نظامي ساحه کې دومره پرمختګ نشو کولی، څنګه چې يې وکړ .   که د طالبانونظامي تکتيکونو او امکاناتو ته وکتل شي نو دوی ډير کمزوري ښکاريدل . د دې خبرې غوره مثال د احمدشاه مسعود د لاس لاندې پنجشير او ځينې نورې سيمې وې . پۀ دې کې دوه اړخونه مهم دي .

لومړی، طالبانو پۀ نظامي ټوګه د دې توان نۀ درلود چې د احمدشاه مسعود او«اتحاد شمال» پوځته ماتې ورکړي .

دوهم، د پنجشير او بدخشان د وګړو مخالفت د طالبانو سره او د هغوی ملاتړ د احمدشاه مسعود او د «اتحاد شمال»نه و.

لکه څنګه چې وړاندې هم وويل شو د طالبانو د بري ستر علت د ولس لخوا هغوی ته هرکلی او د هغوی ملاتړ و . ولس دا هرکلی او ملاتړ د دې دپاره نۀ ؤکړی چې يو حکومت او دولت پۀ بل حکومت او دولت بدل کړي،بلکې ولس غوښتل چې پۀ سوله او ورورولۍ کې ژوند وکړي . دوی غوښتل چې د ژوند بهير يې دهوسايۍ، سوکالۍ اوپرمختګ پرلور روان شي او پۀ ټولنه کې ټولنيزعدالت او ولسي حاکميت ټينګ شي .   پدې کې شک نشته چې طالبانو پۀ هيواد کې سوله ټينګه کړې وه، وسله يې ټوله کړې وه، جګړي يې لۀ مينځه وړې وې، مګر يوه ټولنه د دې ارزښتونو پۀ خوا کې نور ضرورتونه هم لري.  هغه کارکول، ځان، اولاد او کورنۍ ته نفقه پيداکول، زده کړه کول، ژوند پۀ هوسايي سره پرمخ بوتلل او داسې نور د ورځني ژوندضرورتونه دي چې د طالبانو حکومت پدې هکله بيغوره و .

د يوې ټولنې وګړي تر يو حد او اندازې پورې د ژوند د سختيو پۀ مقابل کې صبر او حوصله کولی شي، مګر د هغوی وجود د دايمي مقاومت قدرت او توان نۀ لري.  هيله کيده چې دطالبانو پۀ راتګ سره به دهيوادټول مهاجر بيرته خپلو سيمو او کورونو ته ستانۀ شي او د بيکورۍ او بيپردګې د ناوړوشرايطو څخه به خلاص شي، مګر لۀ بده مرغه وليدل شول چې نورو هيوادوالو هم د ژوند د مشکلاتو او نامعلومه بيسرنوشتۍ لۀ کبله هيواد پريښود او ګاونډيو هيوادونو ته مهاجر شول . د دې ستر عامل دا و چې د هيواد دولتي، حکومتي او اقتصادي برخې او څانګې تړلې وې او د ژوند امکانات دننه پۀ هيواد کې نۀ وو.  د ورځني ژوندشرايط د بيلابيلو فتوو او قوانينو لۀ امله مخ پۀ تنګيدو شوو او د آرام، بې تحديده او بې توهينه ژوند شرايط لۀ مينځه ولاړل .   طالبان چې د ديني علم زده کوونکي وو د تخنيکي، مسلکي او سياسي چارو د زده کړې او کارونو سره آشنا نۀ وو او نه يې شو کولی چې مسلکي، تخنيکي او سياسي کارونه پرمخ بوځي.د طالبانو د سياسي بې تجربه توب او د نړيوال سياست سره د نۀ اشنايي لۀ کبله افغانستان د اقتصادي او سياسي ستونزو مخ شو او حال دا چې حکومت يې ړنګ او دوی لۀ مينځه ولاړل .

پۀ هيواد کې راغلي نوي بدلون ته هيوادوالو يوځل بيا د سولې، سوکالۍ او خپلواک ژوند د اميدسترګې خلاصې کړي دي او دا هيله کيږي چې دا بدلون به د هيوادوالو پۀ هيلو او غوښتنو د نااميدۍ خاورې وانه اړوي .   که د نوي بدلون تير څلورکلن تاريخ او پۀ هيواد کې دننه کار او پرمختګ پړاو ته وکتل شي، نو اميدونه کمزوري کيږي.

د افغان ولس دا ارمانونه هغه وخت عملي بڼه ترلاسه کولی شي چې پۀ هيواد کې سوله او امنيت مينځته راشي او کار کارپوه ته وسپارل شي.   داسې کسان د وزارتونو، رياستونو او ولاياتو کې پر وظيفو مقرر کړی شي چې ليک او لوست وکړی شي اوپه کار پوه وي.  همداراز رښتينې سوله او امنيت مينځته رواستل د داسې يو حکومت جوړولو ته اړتيا لري چې د هيواد د ملي خپلواک تماميت نه دفاع وکړی شي، د ملت ارادې پۀ رښتينې توګه تمثيل کړی شي او د ولسيزو ګټو پر بنسټ ولاړ وي . پۀ بل عبارت، داسې يو حکومت چې ولسي هراړخيزه ملاتړ ولري، د ټولنيزعدالت او ولسپالنې پر اصولو ولاړ وي او قانون پکښې حاکميت ولري، پۀ هيواد کې رښتينې سوله او امنيت راوستی او هيواد او ولس د سوکالۍ پرمخ بوتللی شي . داسې يو حکومت هغه وخت رامينځته کيدی شي چې پر هيواد او ملي ګټو متعقد افغانان د ملي جوړښت پۀ خاطر سره يوځای شي او د ملي بقا پۀ خاطر خپل فکرونه او قوتونه سره يوځای کړي او د داسې عناصرو مخه ونيسي چې هغوی د پرديو ګټو، کړنلارو او دسيسو پورې تړلي وي . پۀ اوسني سياسي دوران کې پورتني علايم يا نشته او يا خو ډير کمزوري دي.

د ملي او هيوادپال حکومت او دولت جوړول د هرراز کورنيو او بهرنيو لاسوهنو او خنډونو سره مخ کيږي او ضدملي عناصر، بهرني غرض لروونکي قوتونه او نړيوال جاګيرداران د داسې حکومت جوړولو پروسه پر بيلابيلو نومونو ګماري، د هغوی د بدنامولو کوښښ کوي او د له مينځه وړلو پۀ هڅه کې يې وي .   مګر څنګه چې تاريخ پۀ افغانستان او د نړۍ پۀ نورو هيوادونو کې دا ثابته کړې ده، داراز ايلې او دسيسې د ملي قوتونو مخه نشي نيوی او پۀ پای کې بری د ملي ولسپالو، هيواددوستو او د ملي ناموس د ساتونکو پۀ ګټه وي او لاسپوڅي پرديپال عناصر د تاريخ د شرم نه ډکې تورې کندې ته لويږي.

 



HOME
NEWS
EDITORIALS
ARTICLES
LETTERS
eJOURNAL
AFGHANPEDIA
CALENDAR
eLIBRARY
ART GALLERY
eGREETINGS
FEEDBACK