نړيوال سوله
ساتي پوځونه
د هرې
ټولنې ولسي،
ټولنيز او
سياسي
بنسټونه پۀ
يوې ټولنې کې
د سولې او
امنيت د
ټينګښت د بنسټونو
پر اساس
کښيښودل کيږي
او ټينګيږي. که
چيرې پۀ يوه
ټولنه کې سو
له نۀ وي،
هلته قانون
حاکميت نشي
پيداکولی او د
هغې ټولنې د
ټولنيز،
سياسي او اقتصادي
وړاندې تګ د
لارې خنډونه
رامينځته کيږي. سو
لهاو امنيت هغه
وخت پۀ يوه
ټولنه کې
رامينځته
کيدی شي او
قانون خپل
حاکميت
ټينګولی شي چې
د هغې ټولنې
او هيواد د
ولس ملاتړ د
حکومت او دولت
سره وي او
حکومت او دولت
د ولس له مينځ
څخه راوتلی
وي.
که
د حامدکرزي، د
هغه د
انډيوالانو
او ځينو
نړيوالو خبري
څانګو خبرو او
ليکنو ته پۀ
ځير سره وکتل
شي نو سړی دې
فيصلې ته رسي
چې ګواکې د
افغانستان
هراړخيزه
ستونزې هغه
وخت له مينځه
تللی شي چې پۀ
افغانستان کې
نړيوال سوله
ساتي پوځونه د
افغانستان
نورو سيمو ته
هم وليږدول شي
او افغانستان
ته وعده شوې
مرستې ورکړی
شي.
کيدای
شي چې د
نړيوالو سوله ساتو
پوځونو
ليږدونه د
افغانستان پۀ
ځينو سيمو کې
څۀ ناڅۀ سوله
رامينځته
کړي، پۀ شرط د
دې چې دوی پر
دې بريالي شي
چې د
جنګسالارانو
څخه وسله ټو
له کړي، چې
د تيرې
څلورکلنې
تجربې له مخې
دا يو ګران
کار دی او
عملي کول يې
پۀ راتلوکې
نږدې موده کې
نه بريښودونکی
کار ښکاري. پۀ
ځينو سيمو کې
ځينې واړه او
لوی
قوماندانان
خپلې سپکې او
ځينې درنې
وسلې حکومت او
نړيوالوسوله
ساتو پوځونو
ته تسليموي
مګر هغه وسلې
چې دوی پرې د
خپلو شخصي ګټو
نه دفاع کولی
شي او پۀ سيمه
او هيواد کې
بې امنيتي
راوستلی شي، د
ځانونو سره ساتي.
ښايي
دا هم امکان
ولري چې د
نړيوالو سوله
ساتو پوځونو
ليږدونه د
افغانستان
نورو سيمو ته
نوي
مقاومتونه هم
رامينځته
کړي، چې د دې
خبرې څيړنه هم
پکار ده چې
نورو څيړونکو
ته به يې پريږدم.
همداراز
نړيوالې
مرستې د افغانستان
پۀ بيا
روغاولو او
بيا ودانولو
کې هغه وخت
ګتورې پريوزي
چې مرستې پۀ
رښتيا سره د
هيواد او ولس
د ښيګڼې دپاره
پۀ کار ولويږي
او د سياستمدارانو،
د قدرت د
خاوندانو او
بيلابيلو اين
جي اوز (NGOs) د
مشرانو او
کارکوونکو پۀ
جيبونو کې ونۀ
لويږي. نن ګورو چې
اين جي اوز د
شخصي ګټو او
علايقو پۀ
خاطر لکه د
خريړيو پۀ څير
د هيواد پۀ
هره برخه کې د
ځمکې نه سرونه
راوباسي او
شنې کيږي. که پۀ
هيواد کې د
سياستمدارانو،
قوماندانانو،
جنګ سالارانو
او اين جي اوز
تاريخ ته وکتل
شي نو دې ټولو پرته
د خپلو جيبونو
د ډکولو او
اسرافي ژوند
کولو څخه بل
څۀ نۀ دي کړي. پۀ سلو
کې لس فيصده
پيسې د هيواد
پۀ ګټه نۀ دي
مصرف شوي، مګر
پۀ سلو کې نوي
فيصده ضرور د
دوی جيبونو ته
لويدلي دي. د
يتيمانو او
بيوزلو پۀ سر
د تجارت دا
بازار نن يوځل
بيا تود شوی
او د دوی حقوق
بيدريغه خوړل
کيږي.
د
افغانستان د
هراړخيزه
ستونزو او
لانجو د حل
لار پۀ اوسنيو
حالاتو کې د
نړيوالو وسله
ساتو پوځونو
ليږدونه د هيواد
نورو سيمو ته،
او يا د
نړيوالې
مرستې ورکړه
او ډيرښت نه،
بلکې د ستونزو
او کړکيچونو
اصلي دليل د
حامدکرزي د
ډلې او د هغۀ
سره د نورو يوځای
شوو ډلو پۀ ګډ
حکومت باندې د
خلکو بې
اعتباري او د
دې حکومت سره
د ولس نه ملاتړ
دی. همدا بې
اعتباري او نۀ
ملاتړ دی، که
چيرې
امريکايان
خپل لاس او
سيورې د
حامدکرزي د سر
نه پورته کړي،
نو د دۀ حکومت
به سمدلاسه
ړنګ او
راپرځيدلی وي.
دا
يوه څرګنده
خبره ده چې
حامدکرزي نۀ
کوم ولسي
ملاتړ درلود
او تراوسه يې
هم نۀ لري،
حتی دا چې د
حامدکرزي د
ځان ساتنې
پوځيان هم
امريکايان
دي. يواځنی دليل
چې حامدکرزی د
افغانستان
مشر کړی شو، د
امريکايانو
غوښتنه وه. څرنګه
چې لوبه پۀ
نظامي او
سياسي لحاظ د
امريکايانو
پۀ لاس کې وه
او مخالفت
ورسره کومې نتيجې
ته نۀ رسيد نو
جنګسالارانو
او د سياست
نورو
مداريانو دا
غوره وګڼله چې
د امريکايانو
د آمين سره
خپل آمين
يوځای کړي او
د نوي مشر د سر
خير ته دعا
وکړي. د خلکو د
غولولو او نړيوالو
ته پۀ سترګو
کې د خاورو
اچولو پۀ خاطر
تش پۀ نوم
لومړی لويه
جرګه جوړه شوه
او بيا انتخابات
وشو او پۀ هغې
کې حامد کرزی
د جمهورريس پۀ
توګه وټاکل
شو. مګر ټولو
افغانانو او
نړيړالو ته دا
څرګنده ده چې
جرګه څنګه او
د چا لخوا
جوړه شوه او
انتخابات
څنګه وشو، او
د جرګې او
انتخاباتو د
سپيڅلي
نومونو او اصولو
نه څنګه ناوړه
او ولس دښمنه
ګټه واخستل شوه. نه
يواځې دا چې
دې جرګې او
انتخاباتو د
افغانستان د
ملت نمايندګي
نشوه کولای بلکې
د يوې محدودې
حلقې لخوا
برمته شوي هم
وو. هغو کسانو چې
د ملت پۀ خاطر
يې آواز پورته
کول غوښتل،
تهديد شو او
دا اجازه
ورنکړای شوه
چې د ولس
غوښتنې
رامينځته کړي
او د ولس د
حقوقو نه دفاع
وکړي.
د
يو حکومت پۀ
سطحه د
حامدکرزي
حکومت
مسئوليت لري
چئ پۀ هيواد
کي سوله او
امنيت ټينګ
کړي او خلکو
ته د کار او
ژوند شرايط
برابر کړي،
مګر له بده
مرغه د دۀ
حکومت د دې
توان او قدرت
نۀ لري. د هيواد پۀ
بيلابيلو
سيمو کې
انسانان
تيښتول او
برمته کيږي، د
خلکو مال او
ځان ته تاوان
رسي مګر د
کرزي حکومت څۀ
نشي کولای .
که
د نړۍ د
بيلابيلو
هيوادونو د
خپلواکۍ، خوداراديت
او امنيت
تاريخ ته وکتل
شي نو دا
څرګنديږي چې
بهرنۍ قواوې
چې پۀ هرنوم
يو هيواد ته ننوتې
دي پر دې نۀ دي
بريالۍ شوې چې
پۀ يو هيواد
کې سوله او
امنيت رامينځته
کړي، ځکه
بهرنۍ قواووي
هيڅکله هم د يوې
ټولنې پۀ
کورنيو
خصوصياتو،
اصولو او اخلاقو
خبرې نه وي او
د يوې ټولنې
څيړنه د خپلې
ديدګاه پۀ رڼا
کې کوي. بهرنۍ
قوواوې کيدی
شي د ټوپک پۀ زور
او يا د ځينو
نورو موقتي شرايطو
پر اساس موقتي
آرامتيا
رامينځته
کړي، مګر دا
موقتي
آرامتيا د
سولې مانا نه
لري او د يوې
ټولنې امينتي
بنياد پرې نشي
ټينګيدی، نو ځکه داسې
موقتي
آرامتيا
دايمي سوله نشي
رامينځته
کولی.
اصلي
خبره دا ده چې
سوله او
امنيت د پردو
عسکرو پۀ
ملاتړ او تکيه
نۀ، بلکې د
ولس پۀ اعتبار
او ملاتړ
رامينځته
کيږي. پۀ هره ټولنه
کې چې د ولس او
حکومت ترمينځه
اعتبار موجود
وي، ولس د
حکومت او دولت
مدافع وي، او
حکومت د ولس د
سوکالۍ، ګټې
او پرمختيا
دپاره کار
وکړي، هلته
حکومتونه
وسله وال پوځ
ته اړتيا نه
لري چې سوله
او امنيت
وساتي بلکې
خلک او قانون
د سولې او
امنيت
ساتونکي وي. هلته
سوله خلک
پخپله ساتي. خلک د
خپلو ګډو ګټو
او حقوقو څخه
پخپله دفاع
کوي او بل ته
اړتيا نۀ لري.
هغه
څوک چې پر
پرديو پښو
ولاړ وي،
کمزوری وي او
ژر راپريوځي،
مګر هغه څوک
چې پر خپلو
پښو ولاړ وي،
هيڅکله هم نه
راپريوځي.