د دوستانو نيونکه

 

پ ۀ تيرو څو کلونو کې پرما باندې زما دوستان دا نيونکه لري چې زما د ويناوو او ليکلو انداز تيز دی اوحالات پۀ نظرکې نه نيسم. هغه څه مې چې پۀ زړه وي هغه دکاغذ پر مخ ليکم او حتی د راډيو له څپو څخه يې هم خپروم.  دوستان پۀ دې فکر کې دي، چې دا ليکنې او خبرې به راته د سر او مال تاوان ورسوي. د دوی دا فکر پرځای دی. ځينې دوستان دا مشوره راکوي چې بايد د زماني سره جوړښت وکړم، پۀ هغو واقيعتونو چې نور پرې پښې ږدي، او سترګې پټوي، زه هم پښې کيږدم، سترګې پټې کړم،خبرې پۀ پوښ کې دننه وکړم او سپينې ونه وايم

                         دوستان تل مهربانه وي او دا کوښښ کوي چې دوست ته يې ځاني او مالي تاوان ونه رسيږي. هغوی تل پۀ دې هڅو کې وي چې دوست يې خوښ وي او پۀ ژوند کې وړاندې ولاړ شي. زه هم کله ناکله پۀ دې فکر کې ولويږم چې ترڅو به د مبارزې او مجادلې ډانګ پر اوږه ګرځوم.  زه هم زړيږم، عمر تيريږي، حوصله کميږي او د کورنی پۀ مقابل مسئوليتونه هم ډيريږي، خو مجبوريم. د يو داسې چا د لاسه مجبور يم چې پر ما ډير زورور دی او د امر او لارښودنو پۀ مقابل کې يې ډير کمزوری يم. هرڅومره چې کوښښ کوم چې ځان د هغۀ د تاثير، امر او فشار نه خلاص کړم، بيا مې ځان ته کش کړي او د خپل تاثير لاندې مې راولي. له ډيرو ناکامو کوښښونو وروسته مې د ځان سره دا فيصله وکړه، چې نور يې د تاثير نه د ځان خلاصون هڅې ونۀ کړم او ځان پۀ مطلقه توګه د هغۀ اوامرو او لارښوونو ته تسليم کړم. هغه به هم خوشحاله وي او زه به هم د ځان خلاصون د دې جګړو نه خلاص او پۀ ارامه شم. البته دا به زما د خواخوږو او دوستانو فکر زما د ژوند، امنيت او سوکالتيا پۀ هکله ډير کړي. پۀ دې کې شک نشته چې دا اقدام به د مال او ژوند خطر ولري، تهديد او توهين به هم پکښې وي، اغيار به ډير څه هم ووايي او وليکي،  ځکه حالات کړکيچن دي، خو چاره څه ده؟

                        دا پر ما زورور مسئول چې ما د دې کارونو لور ته کش کوي، پۀ ما ليکل او ويل کوي، هغه زما وجدان دی. دا وجدان د دې اجازه نه راکوي چې پر واقيعتونو سترګې پټې کړم، ښو ته بد او بدو ته ښه ووايم. دا وجدان ما مجبوروي چې هغه څه ووايم چې هغه زمونږ د ټولنې واقيعتونه دي، پر غلطو او نارواوو خبرو پرده وانه اچوم او رښتيا رابرسيره کړم. استاد قيام الدين خادم ويلې دي : (پوره شعر په ١٦ مخ کې ولولئ)

صحيح لاره به ښايم که وم وم که نه وم نه وم                                                           رښتيا رښتيا به وايم که وم وم که نه وم نه وم

د حق د پيروئ نه مې بل څه په زړه کې نشته                                                         چې څه يمه همدا يم که وم وم که نه وم نه وم

پۀ ماته کشتۍ سپوريم طوفانونه دي په مخ کې                                            پۀ دې لاره يې بيايم که وم وم که نه وم نه وم

                        د انسان ژوند د ژوندون د تکامل له بيلابيلو پړاوونو، سختو، پيچومو، کړپو او هواروڅخه تيريږي او يو منزل ته ځان رسول او هلته ميشته کيدل غواړي. که چيرې دا منزل د منزل کوونکي انسان د انساني خصلت، اخلاقو او هغه معيارونو سره چې دۀ د ځان دپاره ټاکلي، جوړښت ولري او پۀ طبعه يې برابر وي نو منزل کوونکی د بري او ارامتيا احساس کوي، او که چيرې يې د طبيعت سره برابر نه وي نو خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي او تر هغې پورې پر دې لورې خوځيږي چې يا خو ترمنزله ورسيږي او يا هم نيمګړی او ارمانجن له دې نړۍ څخه ابدي نړۍ ته سفر وکړي.

ژوند هغه وي چې سړی دا وويلی شي چې پرته د خوراک، څښاک او شخصي مسئوليتونو څخه يې د ټولنې دپاره هم څۀ کړي وي، او اوس خو بيا زما ژوند داسې يوې مرحلې ته رسيدلی دی چې يواځې د ارواښاد ملنګ جان پۀ دې شعر کې تمثيل کيدی شي. 

چـا غـوږ کې راته ووی چې جانان مۀ يادوه                                                             د سروشونډو دپاسه سورپيزوان مۀ يادوه

خو زه وايمه ناصح ته چې نورمۀ کړه داخبرې                                                     د مينـو لـيـونـو ته عـاقلان مۀ يادوه

دليل او برهانونو کړم ميـن د يار پۀ سترګـو                                                        بيا څله راته وايي تورچشمـان مۀ يادوه

زما مينه رښتيا ده، هوس نه دی پۀ دې پوه شه                                                 نور ونه وايې ماته چې جانان مۀ يادوه

شمع پۀ ژړا ده لبـاسـي پتـتـنګان ولاړل

وردانګه ملنګ جانه خ ـ وف دځان مۀ يادوه

 

ستاسې د مرستو او ملاتړ پۀ هيله

عبدالقيوم مومند

 



HOME
NEWS
EDITORIALS
ARTICLES
LETTERS
eJOURNAL
AFGHANPEDIA
CALENDAR
eLIBRARY
ART GALLERY
eGREETINGS
FEEDBACK