ديني
او کلتوري
ارزښتونه
د خپل
کلتور، ژبې،
عاداتو او
اخلاقو سره
پيژندنه پۀ
يوه ټولنه کې
د ولس د وګړو
ترمينځ اړيکې ټينګوي
او ټولنه د
ګډو اخلاقو او
معيارونو پر لورې
بيايي. دې
ارزښتونو ته
دننه پۀ يو
هيواد او
کلتوري
چاپيريال کې
نږديوالی
ګران نه بريښي،
ځکه چې د ولس
وګړي د يوې
ټولنې د
ټولنيز
چاپيرچل پر اساس
او رڼا کې مخ
پۀ وړاندې
روان وي. مګر د
دې ارزښتونو
سره بلدتيا او
پر هغې باندې
تګ د يو هيواد
د خاص کلتوري
چاپيريال نه
بهر پۀ پردي
هيواد کې يو
ډيرګران کار
دی چې خاصې
پاملرنې او تکل
ته اړتيا لري.
د خپل
ولس د ټولنيزو
بنسټونو او
اخلاقو سره
نږديوالی او
بلدتيا که پۀ
يو هيواد کې
دننه وي او يا
بهر، د هر هغه
انسان دنده
ګڼل کيږي، کوم
چې د خپلې
ټولنې د خلاصون
او هستيدو سره
مينه لري او
پرمختګ يې غواړي.
زمونږ نني
ماشومان چې
زمونږ د ټولنې
دسبا ورځې
ځوانان،
پيغلې،
پلرونه او ميندې
دي زمونږ د
راتلونکې
ټولنې پۀ
جوړولو کې ارزښتناکه
اغيزې لري. که
چيرې د دې کوچنيانو
روزنه او
پالنه د
افغاني ټولنې
د ديني،
کلتوري او
ولسي
ارزښتونو پۀ
چاپيريال کې
وشي، نو دوی
به سبا د
ديني،
کلتوري،
ټولنيزو، ژبني
او ولسي چارو
د ستونزو سره
مخ نۀ وي. مګر که
چيرې يې پۀ
روزنه کې
افغاني
اخلاقو او
عاداتو ته
پاملرنه نۀ وي
شوې نو دوی به
د خپلې ټولنې نه
پردي وي، د
ټولنې پر
اخلاقو او
باريکيو به نۀ
پوهيږي او د
ژوند پۀ
ورځنيو چارو
کې به د هرراز
ټولنيزو
ستونزو سره مخ
وي.
هرکله
چې يو انسان
ځان د يوې ټولنې پورې
تړي نو ځان د
هغې ټولنې پۀ
ټولو
ارزښتونو او
خصوصياتو
پورې هم تړي. د
بيلګې پۀ توګه
که چيرې مونږ
وايو چې
افغانان يو او
ځان د
افغانستان د
ژبې ويوونکي
ګڼو نو نۀ
يواځې دا چې
مونږ دافغانستان
پرژبه غږيږو،
بلکې د افغان
ولس د ارزښتونو،
عاداتو او
خصوصياتو
نمايندګي هم
کوو.
د يو ولس
او يوې ټولنې
ارزښتونه پۀ
بيلابيلو رنګونو
او شکلونو کې
وي او هره يوه
برخه يې ځانته
ځانګړې پوهې
او تګلارې ته
اړتيا لري. د
دې ارزښتونو
له مجموعې څخه
ستر او مهم
ارزښتونه دين
او ژبه دي.
دين د يوې
ټولني بنيادي
او اخلاقي
ارزښتونه
ټينګوي او
ټولنه يو واحد
چاپيريال ته
راکاږي. پۀ
افغاني ټولنه
کې د اسلام
دين هغه
ارزښتناکه
بنياد دی چې د
ولس د وګړو
ترمينځ وحدت
ټينګولای شي
او ولس د سولې
او سوکالۍ پر
لورې بوتللای
شي. دين يواځې
د دې مانا نه
لري چې يو
انسان پۀ خوله
باندې ووايي چې
مسلمان دی او
يا يې زړه پاک
دی، بلکې
اسلام ځانته
خپل مقررات،
قوانين او
ارزښتونه لري
چې يو مسلمان
پر هغې باندې
مکلف دی، که د
نړۍ پر هر
کونج کې هم ژوند
کوي. يو
مسلمان بايد
پۀ عباداتو او
د ژوند پۀ
معاملاتو کې
پاک مسلمان او
صادق وي. که
چيرې يو
مسلمان شپه او
ورځ لمونځونه
کوي مګر پۀ
خوا کې يې
دروغ وايي،
پردی حق خوري،
حرام کارونه
کوي او عمر يې
پۀ ناروا او
زياتي کې
تيريږي هغۀ ته
څنګه مسلمان
ويلی شو.
همداراز
کيدای شي يو
مسلمان د خپل
ژوند پۀ
ورځنيو چارو
کې ډير نيک او
پاک انسان وي
مګر عباداتو
ته يې شا وي،
نو بيا هم د
داراز مسلمان
پۀ اسلاميت کې
نيمګړتيا وي.
لۀ دې کبله د
يو مسلمان
دپاره ضروري
ده چې هم د ورځني
ژوند پۀچارو کېاوهم
لوی څښتن ته د
سجدي ايښيدلو
پۀ وخت کې د
زړه له کومې
مسلمان وي
او ځان پۀ
اسلامي
اخلاقو سمبال
کړي.
همداراز ژبې
ته ځينې کسان
يواځې د خبرو
اترو د يوې
وسيلې پۀ
سترګه ګوري او
د ورځني
کړکيچونو او
راشې درشې د
حل يو ضرورت
يې ګڼي، مګر
که ژبه او د
هغې د پرمختګ
پړاو پۀ ځير
سره وڅيړل شي
نو دا
څرګنديږي چې
ژبه نۀ يواځې
د خبرواترو
يوه وسيله ده،
بلکې د يو قوم
او يا يو ملت د
کلتور، پايښت
او ملي تماميت
څرګندوی هم
ده.
ديوېژبې پۀ
ويلوسره
انسان جبراً د
هغې ټولنې کړو
وړو، عاداتو
او اخلاقو ته
پاملرنه کوي
او پۀ ساتنه
او پالنه کې
يې اغيزمن
ګامونه اخلي. که
چيرې يو ولس
پۀ مجموعي
توګه او يا د
يوې ټولنې
وګړي پۀ
ځانګړې توګه
خپله ژبه لۀ
لاسه ورکوي نو
هغوی خپل
ټولنيز
اخلاق، چارې
او ولسي ارزښتونه
هم لۀ لاسه
ورکوي. د خپل
هيواد څخه پردي
کيږي او اړيکې
يې د خپلې
خاورې څخه ش و کيږي.
لۀدې کبله مونږ
پلرونه او
ميندې ديني او
ملي مسئوليت
لرو چې خپله
دنده ترسره
کړو او د دين او
هيواد د ملي
هويت پۀ ساتنه
کې برخه
واخلو. د هيواد
ديني، ټولنيز
او ولسي
ارزښتونه
ژوندي وساتو
او د خپل
هيواد د دين،
خاورې، ملت او
ژبې سره د
بلدتيا،
علاقې او
پرمختګ پر
خاطر عملي
ګامونه پورته
کړو. مونږ
بايد پدې لاره
کې سرخندنو ته
چمتو اوسو او
د پلي کولو دپاره
يې ستر ګامونه
واخلو. دا
ګامونه هغه
وخت خپل منزل
ته رسيدی شي
چې مونږ پۀ
ګډه سره د وخت او
مال قربانۍ ته
تيار اوسو او
پۀ دې لار کې
هراړخيزه هلې
ځلې وکړو. دا د يو
او يا څو
کسانو کار نه
دی او نۀ يو څو
کسان دا ملي
مسئوليت پرمخ
بوتللای شي.
دا د ټولو
افغانانو ګډه
او ټولنيزه
دنده ده او
مونږ بايد دا
ثابته کړو چې
مونږ د خپل
دين، اخلاقو،
ولس، خاورې او
کلتور سره
مينه لرو او
پۀ دې لار کې
هرراز
قربانيو ته
چمتو يو.