ډاکتر نعمت پژواک
د افغانستان د پوهنې پخوانی وزیر ډاکتر نعمت پژواک وفات شو
ازادي راډیو
د افغانستان فرهنګي او سیاسي شخصیت ډاکتر نعمت الله پژواک د جمعې په ورځ د۷۹ کلونو په عمرې د امریکا د ویرجینیا په ایالت کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې .
ډاکتر نعمت الله پژواک په ۱۳۰۷ هجري لمریزکال د زمري د میاشتې په ۲۱ نېټه په کابل کې د مرحوم خفیظ الله په کاله کې زېږیدلی و .
نوموړي د ښونې او روزنې په څانګه کې لوړې زده کړې کړې وې ، او د حبیبې لېسې د مدیر ، د پوهنې د وزارت د ثانوي تدریساتو د ریس ، د بامیانو د والي ، د کابل ولایت د والي ، د کورنیو چارو د وزیر د پوهنې د وزیر، او د صدراعظم د سلاکار وزیر او مرستیال په توګه یې دندې ترسره کړې وې .
نوموړي لس کاله د امریکا په بېلابېلو علمي موسیسو کې هم د افغانستان د ژبو پښتو او درې تدریس کړی دی .
ولسمشر حامد کرزي په یو پیغام کې ډاکتر نعمت الله پژواک په هېواد کې د پوهنې یو خدمتګار بللی او د هغه پر مړینه یې ژوره خواشینې ښودلې ده .
سرپاڼه